Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 24:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 کله چې تاسو چا له څۀ څيز قرض ورکړئ، نو چې د هغۀ نه په ضمانت کښې د هغۀ د مېچنې برنے پل وانۀ خلئ چې په هغې باندې غله مېده کوى. کۀ تاسو ترې نه دا واخلئ نو د دانو اوړۀ کولو ذريعه به يې ختمه شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 24:6
9 Iomraidhean Croise  

يهوداه خبرې کولې، ”او اوس صاحِبه، کۀ د دې هلک نه بغېر واپس خپل پلار له لاړ شم، چې څنګه هغه ما وګورى او هلک زما سره نۀ وى، نو هغه به مړ شى. د هغۀ ژوند د دې هلک په ژوند پورې تړلے دے، هغه ډېر ضعيف سړے دے او چې مونږ يې په کوم غم آخته کړُو د هغې نه به مړ شى.


لکه چې تا د خپلو وروڼو نه د قرض پېسې په زور اخستې دى، او تا د هغوئ نه جامې ويستې دى او بربنډ دې پرېښى دى.


دوه ښځې به مېچن کوى، يوه به بوتلے شى او بله به پرېښودلے شى.


بيا هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”خبردار شئ. د هر قِسم حرص نه ځان ساتئ ځکه چې د بنى آدم ژوند په ډېر مال دولت پورې تړلے نۀ دے.“


کله چې تاسو د يو ښار د قبضه کولو کوشش کوئ، نو د هغه ځائ مېوه دارې ونې مۀ پرې کوئ، اګر چې محاصره د ډېر وخت پورې اوږده هم شى. مېوه يې خورئ، خو ونې مۀ تباه کوئ، ځکه چې ونې ستاسو دشمنانې نۀ دى.


کله چې يو سړے نوے وادۀ وکړى، نو هغه دې د جنګ دپاره فوج ته نۀ شى لېږلے او نۀ دې ترې نه کار اخستلے شى، يو کال به هغۀ ته کار معاف وى، نو چې داسې هغه په کور کښې پاتې شى او ښځه خوشحاله کړى.


کۀ يو سړے د خپل اِسرائيلى په تښتولو پورې ونيولے شى او خپل غلام يې کړى يا د غلام په توګه يې خرڅ کړى نو هغه سړے دې ووژلے شى. نو داسې به تاسو د دې بدکارۍ نه خپل قوم خلاص کړئ.


او بيا به هيچرې په تا کښې د ستار، سندرغاړو، شپيلۍ او د بيګل آوازونه وانۀ ورېدے شى، او د يو کسب، کسبګر به هم په تا کښې ونۀ ليدے شى، او بيا به په تا کښې د ژرندې غرار وانۀ ورېدے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan