Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 24:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 کله چې يو سړے نوے وادۀ وکړى، نو هغه دې د جنګ دپاره فوج ته نۀ شى لېږلے او نۀ دې ترې نه کار اخستلے شى، يو کال به هغۀ ته کار معاف وى، نو چې داسې هغه په کور کښې پاتې شى او ښځه خوشحاله کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 24:5
12 Iomraidhean Croise  

په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.


ستا چينې دې برکتى شى، د خپلې ښځې سره خوشحاله اوسه چې ستا په ځوانۍ کښې ورسره وادۀ شوے وو،


د خپلې ښځې سره چې تۀ ورسره مينه کوې د ژوند نه خوند اخله. په مخ د زمکې په فانى ژوندون کښې چې خُدائ پاک تا له څومره ورځې درکړې دى هغه هم دغه شان تېروه. ځکه چې په مخ د زمکې ستا د محنت مشقت په بدل کښې هم دغه څۀ دى چې ستا په نصيب کښې دى.


بل ووئيل، ما اوس اوس وادۀ کړے دے، په دې وجه درتلے نۀ شم.


خو اے وروڼو او خوېندو، زۀ دا وايم چې مقرر شوے وخت رانزدې دے نو د دې نه پس دې د ښځو خاوندان داسې وى لکه چې د هغوئ ښځې نۀ وى،


دلته داسې څوک شته، چې کوژدن يې کړې وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ د کوژدن شوې ښځې سره وادۀ وکړى.


کله چې تاسو چا له څۀ څيز قرض ورکړئ، نو چې د هغۀ نه په ضمانت کښې د هغۀ د مېچنې برنے پل وانۀ خلئ چې په هغې باندې غله مېده کوى. کۀ تاسو ترې نه دا واخلئ نو د دانو اوړۀ کولو ذريعه به يې ختمه شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan