Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 24:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو په دواړو حالاتونو کښې به د هغې وړومبے خاوند هغه ښځه دوباره نۀ وادۀ کوى، هغه به يې ناپاکه ګڼى. کۀ دوباره وادۀ يې ورسره وکړو نو مالِک خُدائ به د دې کار نه نفرت کوى. تاسو به هغه مُلک په داسې خرابه ګناه نۀ پليتوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى چې ستاسو خپل شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 24:4
6 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟


خو کله چې تاسو د هغه مُلک ښارونه قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هر يو کس ووژنئ.


او کۀ د هغه دوېم خاوند هم خوښه نۀ شى او هغه هم طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى، يا فرض کړئ چې دا خاوند يې مړ شى،


خو ستاسو په وجه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما ته غصه وو او دا قسم يې وخوړو چې تۀ به د اُردن سيند نه پورې نۀ وځې چې هغه آباد مُلک ته لاړ شى کوم چې هغه تاسو له درکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan