Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 24:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 او کۀ د هغه دوېم خاوند هم خوښه نۀ شى او هغه هم طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى، يا فرض کړئ چې دا خاوند يې مړ شى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 24:3
7 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.


ما بې‌وفا اِسرائيل ته د هغې د زناکارۍ په وجه طلاق نامه ورکړه او ومې شړله نو بيا ما وليدل چې د هغې خور يهوداه نۀ يرېدله. هغه هم بهر ووتله او زناکارى يې شروع کړه.


هغوئ ته وئيلے شوى وُو، کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى نو ضرور دې هغې له طلاق نامه ورکړى.


هغوئ جواب ورکړو چې، ”موسىٰ سړى ته دا اجازت ورکړے دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پرېږدى.“


کۀ يو سړے يوې ښځې سره وادۀ وکړى او په هغې کښې داسې څۀ وګورى چې د هغه سړى خوښ نۀ وى او وروستو فېصله وکړى چې خپله ښځه طلاقه کړى او هغه طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى


او بيا کۀ هغه ښځه د هغه سړى د کور نه لاړه شى او د بل سړى سره وادۀ وکړى،


نو په دواړو حالاتونو کښې به د هغې وړومبے خاوند هغه ښځه دوباره نۀ وادۀ کوى، هغه به يې ناپاکه ګڼى. کۀ دوباره وادۀ يې ورسره وکړو نو مالِک خُدائ به د دې کار نه نفرت کوى. تاسو به هغه مُلک په داسې خرابه ګناه نۀ پليتوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى چې ستاسو خپل شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan