Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 24:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 او بيا کۀ هغه ښځه د هغه سړى د کور نه لاړه شى او د بل سړى سره وادۀ وکړى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 24:2
10 Iomraidhean Croise  

هغوئ دې کونډو او طلاقو شوو ښځو سره وادۀ ونۀ کړى، هغوئ دې صرف د بنى اِسرائيلو د نسل پېغلو سره يا د اِمامانو کونډو سره وادۀ کوى.


کونډه يا طلاقه شوې ښځه يا يوه کنجره ښځه به نۀ وادۀ کوى. هغه دې صِرف د يوې داسې جينۍ سره وادۀ کوى چې پاکه پېغله وى او هغه يې د خپلې قبيلې نه وى.


يو اِمام به د کنجرې ښځې سره وادۀ نۀ کوى يا چې پېغله نۀ وى او يا طلاقه شوې وى ځکه چې هغه مقدس دے.


خو کۀ د هغۀ لور کونډه يا طلاقه شوې وى چې د هغې بچى نۀ وى او هغه واپس راغلې وى او د پلار په کور کښې اوسيږى نو هغه دا خوراک خوړلے شى چې کوم يې پلار ته د اِمام په توګه مِلاو شوے وى. صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا خوراک خوړلے شى.


يوه کونډه يا طلاقه ښځه به خامخا خپل قسم پوره کوى.


خو زۀ درته دا وايم چې کوم سړے چې د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغې باندې زنا کوى، او هر څوک چې طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى هغه زنا کوى.


هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”هر څوک چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه د اولنۍ ښځې خلاف زنا کوى.


خو کۀ بې‌ايمانه خاوند يا ښځه په خپلو کښې جدا کېدل غواړى نو پرېږدئ چې جدا شى. په داسې حالت کښې ايماندار خاوند يا ښځه د يو بل پابند نۀ دى، ځکه چې خُدائ پاک تاسو د سلامتۍ ژوند کولو دپاره رابللى يئ.


کۀ يو سړے يوې ښځې سره وادۀ وکړى او په هغې کښې داسې څۀ وګورى چې د هغه سړى خوښ نۀ وى او وروستو فېصله وکړى چې خپله ښځه طلاقه کړى او هغه طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى


او کۀ د هغه دوېم خاوند هم خوښه نۀ شى او هغه هم طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى، يا فرض کړئ چې دا خاوند يې مړ شى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan