Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 24:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 په خوارو غريبانانو مزدورانو باندې ظلم مۀ کوئ، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا مسافر وى چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 24:14
15 Iomraidhean Croise  

څوک چې په غريبانانو ظلم کوى نو دا د هغوئ د خالِق بې‌عزتى کوى، خو څوک چې په ضرورتمند رحم کوى د خُدائ پاک احترام کوى.


څوک چې په غريبانانو باندې ظلم کوى د دې دپاره چې مالداره شى او هغه څوک چې اميرانو ته تحفې ورکوى نو دا دواړه به غريب شى.


په تا کښې هغوئ د خپل پلار او مور سپکاوے وکړو، په تا کښې هغوئ په مسافرو ظلم وکړو او په کونډو او يتيمانو يې زور زبردستى وکړه.


خپل ګاونډى مۀ دوکه کوئ او د هغۀ نه غلا مۀ کوئ. د يو مزدور مزدورى تر سحره پورې مۀ ايساروئ.


هغوئ د غريبانانو سرونه لکه د زمکې د خاورى په شان د پښو لاندې کوى او نۀ پرېږدى چې مظلومانو ته اِنصاف مِلاو شى. پلار او زوئ هم يوې ښځې سره څملى او زما د پاک نوم بې‌حرمتى کوى.


”ما ته غوږ ونيسئ، د سامريه په غرونو اے د بسن څربه غواګانو، تاسو هغه ښځې يئ چې په غريبانانو ظلم کوئ او ضرورتمند د پښو لاندې کوئ، او څوک چې خپلو خاوندانو ته همېشه وائى چې، مونږ له د څښلو دپاره مے راوړئ.


واورئ اے هغه خلقو څوک چې ضرورتمند راغورزوئ او د مُلک غريبانان تباه کوئ.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


هم هغه کور کښې پاتې شئ او د هغوئ سره خوړل څښل وکړئ او ست مۀ غواړئ ځکه چې مزدور د مزدورۍ حقدار وى. کور په کور مۀ ګرځئ.


کوم مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکوى کۀ د هغې په ښارونو کښې ستاسو خپل يو اِسرائيلے محتاج وى، نو خپل زړۀ مۀ سختوئ او د هغۀ مدد کولو نه لاس مۀ نيسئ.


ځکه چې د خُدائ پاک کلام فرمائى چې، ”تاسو د غوبل په وخت کښې د غوَيى خولې ته کوَرے مۀ اچوئ،“ او بل ځائ فرمائى، ”مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan