Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 24:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 دا چُوغه په ماښام کښې هغۀ له واپس ورکوئ، نو چې داسې هغه په کښې اودۀ کيږى. نو هغه به ستاسو شکريه ادا کړى او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په نظر کښې به ستاسو دپاره د دې اجر وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 24:13
24 Iomraidhean Croise  

ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.


هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى، او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.


کۀ تاسو زما د خلقو نه يو کس له قرض ورکړئ چې هغه غريب وى، د هغۀ سره د يو قرض ورکوونکى په شان عمل مۀ کوئ او سود ترې نه مۀ غواړئ.


نو بيا به تاسو لکه د سحر د نمر په شان ځلېږئ، او ستاسو زخمونه به زر زر جوړ شى. او ستاسو صداقت به ستاسو نه مخکښې روان وى، او د مالِک خُدائ جلال به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.


هغه په غريبانانو او ضرورتمندو ظلم کوى او غلاګانې کوى. او هغه چې ضمانت واخلى بيا يې نۀ واپس کوى، او هغه د بُتانو عبادت کوى او حرامکارى کوى.


هغه نۀ په چا ظلم کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى، هغه غلا نۀ کوى خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.


هغه په هيچا باندې ظلم نۀ کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى او هغه پوره واپس کوى. هغه غلا نۀ کوى، خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.


لکه مثال په طور هغه خپل ضمانت واپس کړى کوم چې هغۀ د خلقو نه اخستے وى، او هر هغه څۀ واپس کړى کوم چې هغۀ پټ کړى وى، او زما په ژوند ورکونکى شريعت عمل وکړى او نور د بدۍ نه مخ واړوى، نو يقيناً هغه به ژوندے پاتې شى، مړ به نۀ شى.


بادشاه سلامت، په دې وجه دې زما نصيحت تا ته د منلو وى، د خپلو ګناهونو اعتراف وکړه او هغه په ښو کولو سره پرېږده، او په مظلومانو رحم وکړه او شرارت پرېږده. نو کېدے شى چې په دې کښې به ستا د بادشاهۍ خير قائم پاتې شى.“


هغوئ د هرې قربان‌ګاه په خوا کښې په هغه کپړو کښې چې په ضمانت کښې اخستے شوې وى څملى. د خپل خُدائ په کور کښې هغوئ په هغه پېسو مے څښى چې د بې‌اِنصافۍ د جرمانې په طور اخستلے شوې دى.


د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ،


کۀ هغه غريب وى او د قرض په ضمانت کښې هغه تاسو له خپله چُوغه درکړى، نو هغه چُوغه د شپې د ځان سره مۀ ساتئ،


هره ورځ د نمرپرېواتو نه مخکښې هغوئ له خپلې دياړۍ ورکوئ، هغوئ غريبانان دى او پېسو ته يې ضرورت دے. کۀ تاسو هغوئ له پېسې ورنۀ کړئ، نو هغوئ به ستاسو خِلاف مالِک خُدائ ته فرياد وکړى او دا به ستاسو په ګناه کښې حِساب شى.


کۀ مونږ په وفادارۍ سره په هغه هر څۀ عمل وکړُو چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې مونږ ته حُکم کړے دے، نو هغه به زمونږ نه رضا وى.


د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan