12 کۀ هغه غريب وى او د قرض په ضمانت کښې هغه تاسو له خپله چُوغه درکړى، نو هغه چُوغه د شپې د ځان سره مۀ ساتئ،
لکه چې تا د خپلو وروڼو نه د قرض پېسې په زور اخستې دى، او تا د هغوئ نه جامې ويستې دى او بربنډ دې پرېښى دى.
غريبانان د جامو نه بغېر بربنډ ګرځى، او په نهَرو کولمو د خلقو رېبلے شوى ګېډى اوړى،
هغوئ د يتيم خر بوځى، او هغوئ د کونډې غوَيے په ضمانت کښې بوځى.
په يخنۍ کښې هغوئ ټوله شپه بربنډ پراتۀ وى، او په ځان اچولو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وى.
بدعمله خلق د کونډې ماشوم د تى نه په زور لرې کوى، او د غريب ماشوم په ضمانت کښې يوسى.
بهر ورته ودرېږئ او پرېږدئ چې هغه څيز په خپله تاسو له راوړى.
دا چُوغه په ماښام کښې هغۀ له واپس ورکوئ، نو چې داسې هغه په کښې اودۀ کيږى. نو هغه به ستاسو شکريه ادا کړى او د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په نظر کښې به ستاسو دپاره د دې اجر وى.
مسافر او يتيمان د خپلو حقُونو نه مۀ محرومه کوئ، او د يوې کونډې نه د قرض په ضمانت کښې جامې مۀ اخلئ.