Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 24:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کۀ يو سړے يوې ښځې سره وادۀ وکړى او په هغې کښې داسې څۀ وګورى چې د هغه سړى خوښ نۀ وى او وروستو فېصله وکړى چې خپله ښځه طلاقه کړى او هغه طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 24:1
19 Iomraidhean Croise  

کۀ يو سړے دوېمه ښځه وکړى، نو هغه به خامخا د خپلې وړومبۍ ښځې د مخکښې په شان د هغې د خوراک، جامو او د وادۀ د حقُونو خيال ساتى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.


مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟


ما بې‌وفا اِسرائيل ته د هغې د زناکارۍ په وجه طلاق نامه ورکړه او ومې شړله نو بيا ما وليدل چې د هغې خور يهوداه نۀ يرېدله. هغه هم بهر ووتله او زناکارى يې شروع کړه.


”زۀ طلاق نه نفرت کوم،“ د بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ فرمائى، ”او زۀ د هغه سړى نه نفرت کوم چا چې د ظلم جامې اغوستې وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”نو د خپل زړۀ خيال ساتئ، او ټګى مۀ کوئ.“


چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. کۀ يو سړے شکمن شى چې خپلې ښځې ورسره بې‌وفائى کړې ده او د بل سړى سره يې زنا کړې ده او د خپل ځان بې‌عزتى يې کړې ده، خو کۀ د خاوند يقين پوخ نۀ وى، او کېدے شى چې د هغۀ ښځې دا خبره پټه ساتلې وى، ګواه هم نۀ وى او په دې کار پورې نيولے شوې هم نۀ وى، يا داسې وشى چې يو خاوند په خپله ښځه باندې هسې شکمن شى، کۀ هغې بې‌وفائى هم نۀ وى کړې.


خو کۀ هغه بې‌ګناه وى، نو نقصان به ورته نۀ رسيږى او د هغې به بچى پېدا شى.


يوسف د هغې چنغول يو نېک سړے وو، نو هغۀ د هغې د بدنامۍ نه د بچ کولو دپاره په پړده کښې د کوژدن ماتولو اراده وکړه.


کوم سړے چې خپله ښځه طلاقه کړى او د بلې سره وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى او هغه سړے څوک چې د طلاقې شوې ښځې سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.


کۀ د يو سړى دوه ښځې وى او هغه د يوې سره مينه کوى او د بلې سره نۀ کوى او د دواړو نه يې زامن پېدا شى، خو وړومبے زوئ يې د هغې ښځې نه وى چې د کومې سره مينه نۀ کوى،


کۀ يو سړے يوه ښځه وادۀ کړى او ورسره څملى او وروستو يې هغه خوښه نۀ شى،


هغوئ دې هغه سل د سپينو زرو سيکې جرمانه هم کړى او پېسې دې د ښځې پلار له ورکړى، ځکه چې هغه سړى يوه اِسرائيلۍ ښځه رسوا کړې ده. د دې نه علاوه، هغه به يې ښځه هم وى او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.


نو هغه به د هغې پلار له پنځوس د سپينو زرو سيکې حق مهر ورکړى او هغه به يې ښځه شى، ځکه چې هغۀ په زور باندې د هغې سره زنا کړې ده. چې تر کومې پورې ژوندے وى نو هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.


او بيا کۀ هغه ښځه د هغه سړى د کور نه لاړه شى او د بل سړى سره وادۀ وکړى،


او کۀ د هغه دوېم خاوند هم خوښه نۀ شى او هغه هم طلاق نامه ورکړى او د خپل کور نه يې وشړى، يا فرض کړئ چې دا خاوند يې مړ شى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan