3 هيڅ يو عمونى يا موآبى، يا د هغوئ اولاد، تر لسم نسل پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.
په هغه وخت کښې ما ته دا پته هم ولګېده چې څۀ يهودى سړو د اشدود، عمون او د موآب د ښځو سره ودونه کړى دى.
طوبياه هلته د هغۀ په څنګ کښې ولاړ وو او دا خبره يې وکړه، ”هغوئ څۀ قسم دېوال جوړولے شى؟ داسې چې يو لومبړه يې هم راغورزولے شى.“
خو کله چې سنبلط، طوبياه، او د عربو، د عمون او د اشدود خلقو واورېدل چې د يروشلم د دېوال د بيا جوړېدلو کار شروع شوے وو او چې د دېوال غورزېدلى ځايونه بيا جوړيږى نو هغوئ سخت غصه شُو.
د پردى مُلک کوم خلق چې د مالِک خُدائ منونکى جوړ شوى دى نو هغوئ دې ونۀ وائى چې، ”مالِک خُدائ به مونږ خامخا د خپلو خلقو نه جدا کړى.“ او نۀ دې خصى وائى چې، ”زۀ خو اوچ بوټے يم، نۀ مې بچى شته او نۀ مستقبل.“
د عمونيانو په حقله مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا د بنى اِسرائيلو څوک اولاد نشته؟ او د هغوئ څوک وارث نشته؟ نو بيا ولې د مولک بُت تابعدارى کوونکو د جاد په مال حال قبضه کړې ده او د هغوئ په ښارونو کښې اوسيږى؟“
دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو.
تاسو خبر يئ چې وئيلے شوى وُو چې، د خپل ګاونډى سره مينه ساتئ او د خپل دشمن نه کرکه.
يو حرامى پېدا شوے کس يا د داسې کس اولاد، تر لسم نسله پورې هم، د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.
هغۀ جواب ورکړو، ”نو په دې وجه زۀ بيا داسې نۀ شم کولے، زۀ خپل حق پرېږدم، کۀ تۀ يې اخستل غواړې نو وا يې خله. ځکه چې د دې مطلب دا دے چې دا به زما د بچو ميراث نۀ وى. نو هم تۀ يې واخله، زما نۀ دے په کار.“