24 کله چې تاسو د بل چا د انګورو باغ سره تېرېږئ، نو چې څومره انګور غواړئ هغه خوړلے شئ، خو د هغې نه به په يوه ټوکرۍ کښې انګور نۀ وړئ.
ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى، او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،
زۀ به سوزېدونکې قربانۍ ستا کور ته راوړم، خپلې کړې وعدې به تا سره پوره کړم،
خپل ځان په بېسوچه نذر منلو سره خُدائ ته مۀ راګېروه، نو بيا کله چې وروستو په هغې باندې فکر کوى.
”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې د يو خاص منښتې په پوره کېدو کښې يو کس مالِک خُدائ ته وقف کيږى، نو هغه به د دې قيمت په ورکولو سره آزاد کړے شى،
د مقدسينو په حاجتونو کښې مدد کوئ او د مسافرانو د مېلمستيا خيال ساتئ.
ځکه ”دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى.“
خو کۀ تاسو په خپله خوښه يوه منښته ومنئ، نو ګورئ هغه وعده به پوره کوئ.
هم دغه شان، کۀ تاسو د بل چا د فصل په پټى کښې ګرځئ، څومره غله چې د خپلو لاسونو سره راشوکولے شئ هغه خوړے شئ، خو هغه فصل به تاسو په لور نۀ رېبئ.
د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“
خو بنى اِسرائيلو هغوئ ځکه نۀ شول وژلے چې د هغوئ مشرانو ورسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په نامه کلکه وعده کړې وه. ټولو خلقو د دې په حقله مشرانو ته شکايت وکړو،