Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 23:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 مالِک خُدائ ته منښته نۀ منل ګناه نۀ ده،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 23:22
8 Iomraidhean Croise  

ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى، او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،


زۀ به سوزېدونکې قربانۍ ستا کور ته راوړم، خپلې کړې وعدې به تا سره پوره کړم،


خپل ځان په بې‌سوچه نذر منلو سره خُدائ ته مۀ راګېروه، نو بيا کله چې وروستو په هغې باندې فکر کوى.


چې يوه منښته ومنې او سر ته يې نۀ رسوې نو د داسې منښتې د منلو نه نۀ منل ښۀ دى.


”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې د يو خاص منښتې په پوره کېدو کښې يو کس مالِک خُدائ ته وقف کيږى، نو هغه به د دې قيمت په ورکولو سره آزاد کړے شى،


کله چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته تاسو يوه منښته ومنئ، نو چې کومه وعده مو کړې وى په هغې کښې سستى مۀ کوئ، مالِک خُدائ به ستاسو نه د هغه منښتې تپوس کوى او د دې وعدې نۀ پوره کول ګناه ده.


خو کۀ تاسو په خپله خوښه يوه منښته ومنئ، نو ګورئ هغه وعده به پوره کوئ.


خو بنى اِسرائيلو هغوئ ځکه نۀ شول وژلے چې د هغوئ مشرانو ورسره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په نامه کلکه وعده کړې وه. ټولو خلقو د دې په حقله مشرانو ته شکايت وکړو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan