نو هغوئ به يې د هغې د پلار د کور دروازې خولې ته بوځى، او د ښار سړى به يې هلته سنګسار کړى چې مړه شى. هغې ستاسو خلقو په مينځ کښې يو د شرم نه ډک کار کړے دے چې د وادۀ نه مخکښې د بل سړى سره څملاستله، چې هغه لا د پلار په کور کښې وه. نو تاسو به په دې طريقې سره د خپل مينځ نه دا بدکارى ختمه کړئ.