Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 23:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 په ماښام کښې دې هغه غسل وکړى او د نمرپرېواتۀ په وخت کښې هغه واپس کېمپ ته راتلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 23:11
20 Iomraidhean Croise  

ټول ګناهونه زما ووينځه، او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.


تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم، تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.


زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.


په اوومه ورځ به هغه بيا خپل سر، ږيره، وروځې او د بدن نور ټول وېښتۀ کل کړى، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو هغه به پاک شى.


د کوم سړى د ذکر نه چې اوبۀ ځى کۀ هغۀ خپل لاسونه نۀ وى وينځلى او چا له ګوتې وروړى، نو هغه کس به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


د کوم سړى چې د ذکر نه اوبۀ ځى او هغه روغ شى نو د هغې نه پس، هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار کوى او بيا به خپلې جامې ووينځى او د چينې په تازه اوبو کښې به غسل وکړى او هغه به پاک شى.


کله چې د يو سړى نه منى ووځى، نو هغه به خامخا خپل ټول بدن ووينځى او هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


هر څوک چې د هغۀ بسترې له لاس وروړى


هر يو اِمام چې ناپاک شى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى، خو بيا به هم هغه مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې يې غسل نۀ وى کړے.


زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.


کۀ د شپې شېطان يو سړے دوکه کړى او هغه په دې وجه ناپاک شى، نو هغه دې د خېمو نه بهر ووځى او هلته دې پاتې شى.


تاسو له په کار دى چې د کېمپ نه بهر يو ځائ جوړ کړئ چې هلته د اودس ماتى دپاره ځئ.


نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.


او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى،


او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan