1 د کوم سړى چې هګۍ ماتې شوې وى يا يې ذکر پرې کړے شوے وى نو هغه يو به هم د مالِک خُدائ په خلقو کښې نۀ شى شاملېدلے.
دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو.
د خپل پلار د نورو ښځو سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د پلار سپکاوے دے.
په تاسو کښې نور نۀ څوک اوس يهودى او نۀ يونانى، نۀ څوک غلام او نۀ آزاد، نۀ څوک نارينه او نۀ زنانه شته، ځکه چې تاسو ټول اوس په عيسىٰ مسيح کښې يو شان يئ.
زۀ غواړم چې هغه څوک چې تاسو د سنتولو په تعليم پرېشانه کوى هغوئ دې نۀ يواځې دا چې خپل ځانونه سنت کړى بلکې خصيان دې هم کړى.
د درېم نسل نه ورپه اخوا د هغوئ اولاد د مالِک خُدائ په خلقو کښې شاملېدے شى.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د خپل پلار د ښځې سره زنا کوى، او د خپل پلار بېعزتى کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.