7 تاسو د مرغو هغه واړۀ بچى رانيولے شئ، خو مرغۍ به يې پرېږدئ چې لاړه شى، نو تاسو به يو اوږد او خوشحاله ژوند تېر کړئ.
عاجزى او د مالِک خُدائ نه يرېدل، انسان ته مال دولت، عزت او ژوند ورکوى.
يوه غوا او د هغې سخے يا ګډه او د هغې ګډُورے يا يوه چېلۍ او د هغې بچے په يوه ورځ مۀ حلالوئ.
کله چې تاسو يو نوے کور جوړ کړئ، نو ګورئ چې د چت د غاړې نه ګېرچاپېره يو پړدهوال ورله جوړ کړئ. کۀ څوک ترې نه راوغورزيږى او مړ شى نو ذمه وارى به يې ستاسو په غاړه نۀ وى.
د هغۀ ټول قانون ومنئ کوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه مُلک کښې به اوسېږئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه دپاره تاسو له درکوى.“
په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ د کوم قبضه کولو له چې تاسو روان يئ.