5 ښځې دې د سړو جامې نۀ اچوى او سړى دې د ښځو جامې نۀ اغوندى، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې داسې کارونه کوى.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې دا حرام کارونه کوى، نو ځکه مالِک خُدائ به هغه قومونه وشړى چې تاسو مخ په وړاندې ځئ.
کۀ ستاسو د اِسرائيلى ورور خر يا غوا په لاره کښې غورزېدلې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، د هغه ځناور په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ.
کۀ چرې تاسو په يوه ونه کښې يا په زمکه باندې د مارغانو جاله ووينئ چې مرغۍ په هګو باندې يا د خپلو بچو سره ناسته وى، نو تاسو به دا مرغۍ نۀ رانيسئ.