Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 22:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 کۀ ستاسو د اِسرائيلى ورور خر يا غوا په لاره کښې غورزېدلې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، د هغه ځناور په پاڅولو کښې د هغۀ مدد وکړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 22:4
10 Iomraidhean Croise  

خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،


غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو.


زۀ به ستاسو دپاره ډېر څۀ په خوشحالۍ قربان کړم بلکې تر دې چې خپل ځان به هم قربان کړم. کۀ زۀ تاسو سره زياته مينه کوم نو ولې تاسو به ما سره کمه مينه کوئ څۀ؟


کله چې تاسو خر، د کپړې ټُکړه، يا بل څۀ ومومئ چې ستاسو د اِسرائيلى ورور نه ورک شوې وى نو تاسو هم دغه شان کوئ. د چا سره مدد کولو نه لاس مۀ نيسئ.


ښځې دې د سړو جامې نۀ اچوى او سړى دې د ښځو جامې نۀ اغوندى، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغه خلقو نه کرکه کوى څوک چې داسې کارونه کوى.


او اے عزيزانو، مونږ په تاسو زور راوړُو چې سستو خلقو ته نصيحت کوئ، بې‌زړۀ خلقو له ډاډګيرنه ورکوئ، د کمزورو مدد کوئ، او ټولو سره د صبر معامله کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan