29 نو هغه به د هغې پلار له پنځوس د سپينو زرو سيکې حق مهر ورکړى او هغه به يې ښځه شى، ځکه چې هغۀ په زور باندې د هغې سره زنا کړې ده. چې تر کومې پورې ژوندے وى نو هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.
خو کۀ دا کار په داسې وخت کښې شوے وى چې مالِک يې حاضر وى، نو هغۀ ته د تاوان ورکولو ضرورت نشته. کۀ ځناور يې په مزدورۍ راوستلے وى، نو هغه به صِرف د مزدورۍ پېسې په تاوان کښې ورکوى.
کۀ يو سړے يوه پېغله دوکه کړى چې هغه کوژدن شوې هم نۀ وى او د هغې سره څملى، هغه دې خامخا د هغې حق مهر ورکړى نو ښځه به يې شى.
وروستو، کۀ تاسو د هغې سره خوشحاله نۀ يئ، نو تاسو يې پرېښودے شئ او چې چرته وغواړى نو هلته دې لاړه شى. ځکه چې تاسو د هغې بېعزتى کړې ده، نو تاسو د هغې سره د يوې وينځې په شان سلوک نۀ شئ کولے او نۀ يې خرڅولے شئ.
هغوئ دې هغه سل د سپينو زرو سيکې جرمانه هم کړى او پېسې دې د ښځې پلار له ورکړى، ځکه چې هغه سړى يوه اِسرائيلۍ ښځه رسوا کړې ده. د دې نه علاوه، هغه به يې ښځه هم وى او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.
نو تاسو هغوئ د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړۀ شى. ښځه دې ځکه مړه شى چې هغې د مدد دپاره چغې نۀ دى وهلې، اګر چې هغه په ښار کښې وه، کېدے شى چې هلته د هغې چغې اورېدلے شوې وے. او سړے دې ځکه مړ شى چې هغۀ د يوې داسې ښځې سره زنا کړې ده چې هغه کوژدن شوې وه. نو داسې به تاسو د دې ګند نه ځان خلاص کړئ.
کۀ يو سړے د يوې داسې جينۍ سره په زبردستۍ زنا وکړى چې هغه کوژدن شوې نۀ وى،
يو سړے دې هم د خپل پلار بېعزتى نۀ کوى چې د خپل پلار د ښځو نه د يوې سره څملى.