ګردان 22:24 - Pakistani Yousafzai Pashto24 نو تاسو هغوئ د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړۀ شى. ښځه دې ځکه مړه شى چې هغې د مدد دپاره چغې نۀ دى وهلې، اګر چې هغه په ښار کښې وه، کېدے شى چې هلته د هغې چغې اورېدلے شوې وے. او سړے دې ځکه مړ شى چې هغۀ د يوې داسې ښځې سره زنا کړې ده چې هغه کوژدن شوې وه. نو داسې به تاسو د دې ګند نه ځان خلاص کړئ. Faic an caibideil |
خو هغه د خوبونو تعبير ورکوونکى يا پېغمبران ووژنئ چې تاسو ته وائى چې د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړئ، چا چې د مِصر نه راوويستلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ. داسې خلق تاسو د هغه لارې نه اړوى په کومه باندې چې مالِک خُدائ تاسو له د تلو حُکم درکړے دے. هغوئ دې خامخا ووژلے شى، چې خپل ځانونه د دې بد عمل نه خلاص کړئ.