23 کۀ په يو ښار کښې يو سړے د داسې ښځې سره په زنا پورې ونيولے شى چې د هغې کوژدن د بل چا سره شوې وى،
کۀ يوه وينځه د يو سړى منلے شوى دوېمه ښځه وى خو چې لا اخستے شوې نۀ وى چې آزاده شى، نو کۀ يو بل سړے د هغې سره څملى، هغوئ له به سزا ورکولے شى خو وژلے به نۀ شى، ځکه چې هغه يوه وينځه وى.
دلته داسې څوک شته، چې کوژدن يې کړې وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، کۀ هغه په جنګ کښې ووژلے شى، نو بل څوک به د هغۀ د کوژدن شوې ښځې سره وادۀ وکړى.
نو تاسو هغوئ د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ چې مړۀ شى. ښځه دې ځکه مړه شى چې هغې د مدد دپاره چغې نۀ دى وهلې، اګر چې هغه په ښار کښې وه، کېدے شى چې هلته د هغې چغې اورېدلے شوې وے. او سړے دې ځکه مړ شى چې هغۀ د يوې داسې ښځې سره زنا کړې ده چې هغه کوژدن شوې وه. نو داسې به تاسو د دې ګند نه ځان خلاص کړئ.