22 کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره په زنا کولو ونيولے شى، نو هغوئ دواړه به وژلے شى، نو چې تاسو د اِسرائيل مُلک د دې بدکارۍ نه خلاص کړئ.
وروستو هغې ته پته ولګېده چې هغه اُميدواره ده او داؤد له يې پېغام ولېږلو چې خبر شى چې زۀ اُميدواره يم.
زۀ به تا ته د هغه ښځو سزا درکړم چا چې زنا کړې ده او چا چې وينه تويه کړې ده، زۀ به تا نه په خپل غېرت او قهر او غضب کښې د قتل کولو بدله واخلم.
کۀ يو سړے د بل سړى د ښځې سره زنا وکړى نو دوئ دواړه به وژلے شى.
تاسو اورېدلى وُو چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، زنا مۀ کوئ.
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې کۀ يو سړے يوې ښځې ته په بد نيت سره وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښې د هغې سره زنا کړې ده.
ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان،
وړومبى کاڼى به ګواهان ورولى او بيا به يې باقى نور خلق سنګسار کړى، چې ستاسو نه دا بدى لرې شى.
په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.