20 خو کۀ دا خبره رښتيا وى او دا ثبوت نۀ وى چې هغه پېغله پاتې شوې وه،
نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بېعزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو.
يوسف د هغې چنغول يو نېک سړے وو، نو هغۀ د هغې د بدنامۍ نه د بچ کولو دپاره په پړده کښې د کوژدن ماتولو اراده وکړه.
نو کۀ داسې يو خبر واورئ، نو د هغې پوره پته ولګوئ. کۀ دا رښتيا وى چې په بنى اِسرائيلو کښې داسې ګنده کار شوے وى،
هغوئ دې هغه سل د سپينو زرو سيکې جرمانه هم کړى او پېسې دې د ښځې پلار له ورکړى، ځکه چې هغه سړى يوه اِسرائيلۍ ښځه رسوا کړې ده. د دې نه علاوه، هغه به يې ښځه هم وى او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.