14 او د هغې خِلاف داسې دروغ ووائى چې ما وادۀ کړه خو چې کله ورسره څملاستم نو ما ته پته ولګېده چې هغه زما نه مخکښې د بل سړى سره ملاسته وه.
د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.
د دروغو خبر مۀ خوروئ او د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مجرم کس مدد مۀ کوئ.
په ژبه کښې د مرګ او ژوند طاقت شته دے، او څوک چې دې سره مينه کوى هغوئ ته به يې نتيجه مِلاو شى.
د غېبت کوونکى خبرې لکه د خوندور خوراک په شان وى، دا بلکل د سړى دننه بدن ته کوزيږى.
کۀ يو سړے يوه ښځه وادۀ کړى او ورسره څملى او وروستو يې هغه خوښه نۀ شى،
کۀ داسې وشى، نو د جينۍ مور او پلار دې د ښار مشرانو له د جرګې په وخت دا ثبوت راوړى چې هغه جينۍ هيڅکله هم د يو سړى سره نۀ وه ملاسته.
هغوئ دې هغه سل د سپينو زرو سيکې جرمانه هم کړى او پېسې دې د ښځې پلار له ورکړى، ځکه چې هغه سړى يوه اِسرائيلۍ ښځه رسوا کړې ده. د دې نه علاوه، هغه به يې ښځه هم وى او چې ترڅو پورې هغه ژوندے وى هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.
نو زما نصيحت دا دے چې ځوانې کونډې دې وادۀ وکړى هغوئ دې بچى پېدا کړى او د کور اِنتظام دې سمبال کړى او مخالفينو له دې د بدې وينا کولو موقع ورنۀ کړى.