8 اے مالِکه خُدايه، خپل خلق اِسرائيليان معاف کړه څوک دې چې تا د مِصر نه آزاد کړل. مونږ معاف کړه او د يو بېګناه کس د قتل ذمه وارى زمونږ په غاړه مۀ اچوه.
کله چې داؤد دا خبر واورېدو، نو هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ته زما او زما د خلقو پته ده چې د ابنير د ووژلو په وجه بېخى بېګناه يُو.
سليمان ورته ووئيل ”هم هغه شان وکړه چې څنګه هغه وائى. هغه ووژنه او ښخ يې کړه، نو داسې ما او زما د پلار کور د هغه ګناه نه پاک کړه چې کومه بېګناه وينه يوآب توئ کړې وه
د هغه بېګناه خلقو د وينې په وجه چې هغۀ توئ کړې وه، نو مالِک خُدائ ځکه منسى نۀ شو معاف کولے.
څوک څنګه د خپل زړۀ په ګناه پوهېدے شى؟ ما پاک کړه د پټو خطاګانو نه.
خو تاسو په دې يقين وساتئ، کۀ چرې تاسو ما مړ کړئ، نو تاسو او د دې ښار خلق څوک چې په کښې اوسيږى د يو بېګناه کس خون به په خپله غاړه واخلئ ځکه چې په حقيقت کښې زۀ مالِک خُدائ تاسو ته رالېږلے يم، چې دا ټولې خبرې ستاسو غوږونو ته درورسوم.“
هغوئ په مِصر کښې کنجرې جوړې شوې، او په پېغلتوب کښې يې پردو سړو ته د خپلو سينو سره د لوبو کولو اجازت ورکړو.
نو هغوئ د يُونس مالِک خُدائ ته چغې کړې، ”اے مالِکه خُدايه، مونږ د دې سړى د ژوند د ختمولو په وجه مړۀ نۀ کړې. مونږ د يو بېګناه سړى په مرګ باندې راونۀ نيسې، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تۀ هغه څۀ کوې څۀ چې ستا رضا وى.“
دغه شان به په زمکه د ټولو صادقانو د توئ شوې وينې ذمه وارى ستاسو په غاړه وى، د بېګناه هابيل نه د برکياه د زوئ زکرياه تر وينې پورې، څوک چې تاسو د خُدائ د کور او قربانګاه په مينځ کښې مړ کړو.
او هغوئ دې ووائى چې، مونږ دا کس نۀ دے وژلے او مونږ ته پته نشته چې دا قتل چا کړے دے.