17 چې د کومې ښځې سره مينه نۀ کوى خو د هغې زوئ مشر دے نو هغۀ له به يو په دوه برخه ورکوى. مشر زوئ د خپل پلار د طاقت وړومبۍ نښه وى. هغه د مشرۍ حق لرى.
روبين، تۀ زما مشر زوئ يې. تۀ زما د طاقت وړومبۍ مېوه يې او زما د ځوانۍ وړومبے بچے، په عزت او طاقت کښې زما د ټولو زامنو نه زيات يې.
هلته، الياس اليشع ته وفرمائيل، ”د هغې نه مخکښې چې زۀ ستا نه بوتلے شم ما ته ووايه چې زۀ ستا دپاره څۀ وکړم.“ اليشع ورته وفرمائيل، ”ما له دې ستا د روح يو په دوه برخه راکړے شى.“
خپل پلار هغوئ له ډېر سرۀ زر، سپين زر او قيمتى څيزونه ورکړل او هر يو يې د يهوداه د پَخو دېوالونو ښارونو مشر مقرر کړو. يهورام د ټولو مشر وو نو په دې وجه يې هغه د دې دپاره مقرر کړو چې د هغۀ نه پس بادشاه شى.
نو بيا هغۀ په ټول مُلک کښې د هغوئ مشران زامن هلاک کړل، او د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه يې تباه کړه.
نو کشر خپل پلار ته ووئيل، پلاره، زما برخه جائيداد ما له راکړه. نو پلار خپل جائيداد په هغوئ تقسيم کړو.
کله چې هغه سړے خپل جائيداد تقسيموى نو هغه دې د خپلې خوښې ښځې زوئ له د مشرى زوئ حق نۀ ورکوى.
د لوديکيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا پېغام د هغه چا د طرفه دے چې آمين دے، څوک چې وفادار رښتينے ګواه دے او د خُدائ پاک د نوى خلقت شروع ده. هغه فرمائى چې