15 کۀ د يو سړى دوه ښځې وى او هغه د يوې سره مينه کوى او د بلې سره نۀ کوى او د دواړو نه يې زامن پېدا شى، خو وړومبے زوئ يې د هغې ښځې نه وى چې د کومې سره مينه نۀ کوى،
يعقوب د راحيل سره مينه کوله، نو ځکه هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به ستا د کشرې لور راحيل دپاره ستا اووۀ کاله خِدمت کوم.“
نو يعقوب د راحيل دپاره اووۀ کاله خِدمت وکړو او هغه وخت په هغۀ باندې صِرف د يو څو ورځو په شان تېر شو، ځکه چې هغۀ د راحيل سره مينه کوله.
هغه بيا اُميدواره شوه او يو بل زوئ يې پېدا شو. نو هغې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ما له دا زوئ هم راکړے دے، ځکه چې هغۀ ته پته وه چې زما نه کرکه کيږى.“ نو د هغۀ نوم يې شمعون کېښودو.
او په هغۀ باندې د هغې زوئ ابياه د نورو ټولو بچو نه زيات ګران وو، نو په دې وجه هغه يې د دې دپاره خوښ کړو چې د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شى.
کله چې هغه سړے خپل جائيداد تقسيموى نو هغه دې د خپلې خوښې ښځې زوئ له د مشرى زوئ حق نۀ ورکوى.
د القنه دوه ښځې وې حنه او فِننه، د فِننه بچى وُو خو د حنه نۀ وُو.