Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 21:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 هغه خپل کور ته بوځئ، هلته به خپل سر کل کړى، نوکونه به پرې کړى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 21:12
7 Iomraidhean Croise  

هغه کس به خپلې جامې ووينځى، ټول وېښتۀ به کل کړى او غسل به وکړى، نو پاک به شى. بيا هغه خېمو ته تلے شى، خو هغه به اووۀ ورځې د خپلې خېمې نه بهر اوسيږى.


په اوومه ورځ به هغه بيا خپل سر، ږيره، وروځې او د بدن نور ټول وېښتۀ کل کړى، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو هغه به پاک شى.


کۀ د هغۀ وقف شوى وېښتۀ داسې ناپاک شى چې هغه د يو داسې کس په خوا کښې وى چې ناڅاپه مړ شى، نو هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار وکړى او بيا به خپل وېښتۀ کل کړى، او هغه به پاک شى.


خو کومه ښځه چې سر توره دُعا يا نبوت کوى نو هغه د خپل خاوند بې‌عزتى کوى ځکه چې هغه د سر خرئيلې په شان ده.


ځکه کۀ يوه ښځه لوپټه نۀ په سره وى نو هغه دې وېښتۀ هم کټ کړى. خو کۀ د ښځې دپاره وېښتۀ کټ کول او سر خرئيل د شرم خبره وى نو لوپټه دې په سره وى.


نو خپل زوړ د ګناه فطرت او پخوانۍ د ژوند تېرولو طريقې پرېږدئ کوم چې په دوکه او شهوت پرستۍ خرابې شوې وې.


کېدے شى چې تاسو په هغوئ کښې يوه ښائسته ښځه وګورئ چې ستاسو خوښه شى او ورسره وادۀ کول وغواړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan