Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 21:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کۀ په يو پټى کښې يو قتل شوے کس وموندے شى په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو ته پته نۀ وى چې چا وژلے دے،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 21:1
10 Iomraidhean Croise  

بيا مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”دا تا څۀ وکړل، ستا د ورور وينه ما ته د زمکې نه فرياد کوى لکه چې بدل اخستل غواړى.


تۀ هغه تباه کوې، څوک چې دروغژن وى، مالِک خُدائ دوکه بازو او خونکارو نه کرکه کوى.


هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بې‌خبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بې‌خبره دے.


کۀ يو انسان خپل لاسونه د بل چا په وينو سرۀ کړى وى نو هغه به تر مرګه پورې مفرور وى، نو هيڅ څوک دې د دۀ مدد نۀ کوى.


وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. کومه وينه چې په زمکه باندې تويه شوې وه نو هغه به راښکاره کړے شى او چې څوک وژلى شوى وى نو زمکه به يې نۀ پټوى.


کله چې د جزيرې خلقو د هغۀ د لاس نه مار ځوړند وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې، ”دا سړے به خامخا يو قاتل وى، هغۀ کۀ څۀ هم خپل ځان د سمندر نه بچ کړو خو خُدائ پاک د هغۀ نه بدل واخستو او هغه يې داسې پرې نۀ ښودلو.“


هم دغه شان وکړئ، نو چې بې‌ګناه خلق نۀ مرى او د هغوئ د وژلو ګناه ستاسو په غاړه نۀ وى، په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى.


تاسو هغه هره ونه راماتولے شئ کومه چې مېوه نۀ نيسى او د ښار د قبضه کېدو پورې تاسو هغه د محاصرې د دېوالونو دپاره استعمالولے شئ.


نو ستاسو مشران او قاضيان به لاړ شى او چې چرته هغه مړے موندلے شوے وى نو د هغه ځائ نه به د ټولو نزدې ښارونو فاصله معلومه کړى.


هم په هغه وخت، ما هغوئ ته دا اصُول وښودل، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دا مُلک د نيولو دپاره تاسو له درکړے دے. خپلو جنګى سړو له وسله ورکړئ او هغوئ د بنى اِسرائيلو د نورو قبيلو نه مخکښې د اُردن نه پورې ولېږئ، چې په هغه مُلک نيولو کښې د هغوئ مدد وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan