9 کله چې آفسران د لښکر سره خپلې خبرې خلاصې کړى، نو د هرې قبيلې دپاره به مشران خوښ کړے شى.
داؤد بادشاه خپل ټول سړى راغونډ کړل او د زرو او سلو کسانو په ډلو کښې يې تقسيم کړل او په دوئ باندې يې د مشرۍ دپاره آفسران مقرر کړل.
کله چې تاسو په يو ښار باندې حمله کوئ، نو وړومبے هغه خلقو ته د تسليمېدو موقع ورکړئ.
آفسران به سړو ته دا هم ووائى، دلته داسې يو سړے شته، چې هغه يريږى يا يې زړۀ بائيللے وى؟ کۀ داسې څوک وى، نو هغه دې کور ته لاړ شى. ګنې، هغه به د خپل ځان په شان د نورو ملګرو زړونه هم کمزورى کړى.