Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 20:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه به ستاسو د دشمنانو خِلاف جنګ کوى او فتح به درکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 20:4
15 Iomraidhean Croise  

کله چې د ونو په سرونو د تګ آواز واورې، نو بيا حمله وکړه، زۀ به ستاسو نه مخکښې د دې دپاره روان يم چې د فلستيانو لښکر له شکست ورکړم.“


خُدائ پاک په خپله زمونږ مشر دے او اِمامان د بيګلو سره ولاړ دى، چې د دې د غږولو دپاره تيار دى چې مونږ ستاسو خِلاف د جنګ دپاره راوغواړى. اے اِسرائيليانو، د مالِک خُدائ خِلاف جنګ مۀ کوئ، کوم چې ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے. تاسو دا جنګ نۀ شئ ګټلے.“


مالِک خُدائ به ستاسو دپاره جګړه وکړى، تاسو غلى کښېنئ.“


خو نه، د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو لارښودنه وکړى او هغه به ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ ستاسو په مخکښې په مِصر کښې وکړل


په هغه مُلک کښې چې تاسو چرته هم ځئ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه خلق ستاسو نه ويروى لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده او هيڅ څوک به هم ستاسو په مخکښې نۀ شى ودرېدلے.


د هغوئ نه مۀ يرېږئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو دپاره جنګ وکړى.


تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“


ولې زرو کسانو د يو کس نه شکست وخوړو، او ولې لسو زرو صِرف دوه کسانو نه شکست وخوړو؟ مالِک خُدائ، د هغوئ خُدائ پاک، هغوئ پرېښى وُو، خُدائ تعالىٰ د هغوئ نه مخ اړولے وو.


په کوم وخت کښې چې اموريان د بنى اِسرائيلو نه لاندې درې ته تښتېدل، نو مالِک خُدائ تر عزيقه پورې په هغوئ باندې لويه ږلۍ ووروله. په ږلۍ باندې د هغې نه هم زيات مړۀ شول چې څومره بنى اِسرائيلو وژلى وُو.


يشوَع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې فتح کړه ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو په جنګ کښې مدد کولو.


ستاسو هر يو کس زر سړو له منډه ورکولے شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره جنګ کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده.


د بيت‌آون نه اخوا پورې ورسره جنګېدل. مالِک خُدائ په هغه ورځ بنى اِسرائيليان بچ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan