20 تاسو هغه هره ونه راماتولے شئ کومه چې مېوه نۀ نيسى او د ښار د قبضه کېدو پورې تاسو هغه د محاصرې د دېوالونو دپاره استعمالولے شئ.
تاسو به د هغوئ د پَخو دېوالونو والا ټول ښائسته ښارونه فتح کړئ، تاسو به ټولې ښې ونې راوغورزوئ، ټولې چينې به بندې کړئ او د هغوئ ټول آباد پټى به تباه کړئ او په کاڼو به يې پټ کړئ.“
په يروشلم کښې ماهرو کاريګرانو د غشو د ويشتلو دپاره او د برجونو او د ښار د دېوال د ګوټونو نه د لويو کاڼو غورزولو دپاره څيزونه ايجاد کړل. د هغۀ شُهرت په هر ځائ کښې خور شو او چې د خُدائ پاک نه هغۀ ته کوم مدد مِلاو شوے وو د هغې په وجه هغه ډېر طاقتور شو.
يو وړوکے ښار وو چې آبادى يې لږه وه. يو طاقتور بادشاه په دې باندې حمله وکړه. هغه ښار يې محاصره کړو او په دېوالونو باندې د اوړېدو تيارے يې شروع کړو.
مالِک خُدائ د اسور بادشاه په حقله داسې فرمائيلى دى، هغه به دې ښار ته نۀ ننوځى او نۀ به د دې خِلاف يو غشے وولى. يو فوجى به هم د ډال سره دې ښار ته نزدې رانۀ شى او د دې ګېرچاپېره محاصرې دپاره به د خاورو ډېرى جوړ نۀ کړے شى.
نو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تاسو د ښار کورونه او تر دې چې شاهى محل هم راوغورزولو د دې دپاره چې د دشمن د محاصرې او حملې په وخت کښې تاسو د هغې په ملبې خپل د خاورو ډېرو دېوالونه مضبوط کړئ.
مالِک ربُ الافواج خُدائ فرمائى چې، ”ونې يې ووهئ، او د خاورو د ډېرو نه د يروشلم محاصره وکړئ. دې ښار ته دې سزا ورکړے شى، ځکه چې په دې کښې د ظلم او زياتى نه بغېر نور څۀ په نظر نۀ راځى.
فِرعون به د خپلو تکړه سپاهيانو او غټو لښکرو سره په جنګ کښې د هغۀ مدد ونۀ کړى، کله چې دشمن د ښار محاصره وکړى او د حملې دپاره د خاورو غونډۍ جوړې کړى د دې دپاره چې ډېر خلق تباه کړى.
مونږ هلته ولې لاړ شُو؟ مونږ يريږو. کوم سړى چې مونږ هلته لېږلى وُو هغوئ مونږ ته ووئيل چې د هغه ځائ خلق زمونږ نه تکړه او لوړ لوړ دى او هغوئ په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. هغوئ هلته دېوان هم وليدل.
کله چې تاسو د يو ښار د قبضه کولو کوشش کوئ، نو د هغه ځائ مېوه دارې ونې مۀ پرې کوئ، اګر چې محاصره د ډېر وخت پورې اوږده هم شى. مېوه يې خورئ، خو ونې مۀ تباه کوئ، ځکه چې ونې ستاسو دشمنانې نۀ دى.
کۀ په يو پټى کښې يو قتل شوے کس وموندے شى په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو ته پته نۀ وى چې چا وژلے دے،