Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 20:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د هغې نه مخکښې چې تاسو جنګ شروع کړئ، يو اِمام دې وړاندې راشى او لښکر ته دې ووائى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 20:2
9 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک په خپله زمونږ مشر دے او اِمامان د بيګلو سره ولاړ دى، چې د دې د غږولو دپاره تيار دى چې مونږ ستاسو خِلاف د جنګ دپاره راوغواړى. اے اِسرائيليانو، د مالِک خُدائ خِلاف جنګ مۀ کوئ، کوم چې ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے. تاسو دا جنګ نۀ شئ ګټلے.“


موسىٰ هغوئ د اِلى‌عزر اِمام زوئ فينحاس د مشرۍ لاندې جنګ له ولېږل، هغۀ د مقدسو سامانونو او د بيګلو ذمه وارى واخستله چې د اِشارو دپاره غږولے شول.


کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له ځئ او تاسو وګورئ چې د هغوئ جنګى ګاډۍ، آسونه او لښکر ستاسو نه زيات وى، نو د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو مل وى، چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.


اے بنى اِسرائيلو. واورئ، نن تاسو جنګ له روان يئ. مۀ بې‌زړۀ کېږئ، مۀ يرېږئ، مۀ بې‌حوصلې کېږئ او نۀ چې وارخطا شئ.


ساؤل اخياه اِمام ته ووئيل، ”پېش بند دلته راوړه.“ په دې ورځ اخياه پېش بند د بنى اِسرائيلو په وړاندې اغوستے وو.


داؤد ساؤل ته وفرمائيل، ”هيڅ څوک هم دې د هغه فلستى په وجه زړۀ نۀ غورزوى، ستا خِدمت کوونکے به لاړ شى او د دې فلستى سره به جنګ وکړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan