ګردان 20:18 - Pakistani Yousafzai Pashto18 دا خلق ووژنئ، نو هغوئ به تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناهګار نۀ کړى چې تاسو ته هغه ټول بد عملونه وښائى چې هغوئ يې د خپلو معبودانو په عبادت کښې کوى. Faic an caibideil |
نو تاسو يقين وکړئ چې کله تاسو مخ په وړاندې ځئ نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به نور هغه قومونه ونۀ شړى. او هغوئ به ستاسو دپاره د دام يا د کندې په شان خطرناک وى او د کوړې په شان به داسې دردناک وى لکه چې ستاسو ملا ورباندې ووهلے شى او يا چې ازغى ستاسو سترګې ړندې کړى. او دا به په هغه وخت ختم شى چې ستاسو يو کس هم په دې ښائسته مُلک کښې پاتې نۀ شى هغه مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے دے.