ګردان 20:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 خو کله چې تاسو د هغه مُلک ښارونه قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هر يو کس ووژنئ. Faic an caibideil |
هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، مونږ ځکه داسې وکړل چې مونږ ته پوره خبر رارسېدلے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له دا حُکم ورکړے وو چې دا ټول مُلک تاسو له درکړى او چې څومره خلق په هغه مُلک کښې وى نو وبه يې وژنئ. مونږ ستاسو نه سخت يرېدو نو په دې وجه مو دا کار کړے دے او زمونږ سره د خپل ژوند فکر وو.