Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 20:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 خو هغه ښځې، ماشومان، څاروى او چې په ښار کښې نور هر څۀ وى هغه د ځان دپاره اخستے شئ. تاسو د خپلو دشمنانو هر څيز استعمالولے شئ. مالِک خُدائ دا تاسو له درکړى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 20:14
15 Iomraidhean Croise  

نو يهوسفط او د هغۀ فوجيان ورغلل چې مالِ غنيمت راواخلى او هغوئ ډېر سامانونه، جامې او نور قيمتى څيزونه وموندل. هغوئ په مالِ غنيمت راغونډولو باندې درې ورځې تېرې کړې، خو مالِ غنيمت دومره ډېر وو چې هغوئ ټول نۀ شو راټولولے.


”بادشاهان سره د فوجه وتښتېدل.“ په کور کښې ښځو د غنيمت مالونه تقسيم کړل.


هغوئ ترې نه هغه ټول مالِ غنيمت يوړو چې کوم يې نيولے وو، په دې کښې قېديان او ځناور هم وُو،


او موسىٰ، اِلى‌عزر او د بنى اِسرائيلو ټول قوم له يې راوړل، چې هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې وُو.


موسىٰ د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو دا ټولې ښځې ولې ژوندۍ پرېښودلې دى؟


خو د ځان دپاره هغه ټولې جينکۍ او ښځې ژوندۍ پرېږدئ چې نا وادۀ کړى وى.


بنى اِسرائيلو د ميديانيانو ښځې او ماشومان ونيول، د هغوئ څاروى او رَمې يې بوتلې، ټول مال يې ورله لوټ کړو،


خو نه، د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.


مونږ څاروى بوتلل او ښارونه مو لوټ کړل.


تاسو به د هغه ښارونو سره داسې کار وکړئ کوم چې د هغه مُلک نه لرې دى چرته به چې تاسو اوسېږئ.


بنى اِسرائيلو د دې ښارونو نه ټول مالِ غنيمت او څاروى بوتلل او د خپلو ځانونو دپاره يې وساتل. خو هغوئ ټول کسان ووژل، هيڅ څوک هم ژوندى پاتې نۀ شُو.


تاسو به عى او د هغې د بادشاه سره هغه څۀ کوئ کوم چې تاسو د يريحو او د هغې بادشاه سره کړى وُو. خو دا ځل تاسو د هغوئ لوټ شوے مال او ځناور په خپل استعمال کښې راوستلے شئ. د ښار شا ته د هغوئ خِلاف حملې کولو دپاره په پټ ځائ کښې کښېنئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan