Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 20:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 کۀ هغوئ دروازې کولاو کړى او تسليم شى، نو هغوئ به ټول ستاسو غلامان وى او ستاسو دپاره به بېګار کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 20:11
16 Iomraidhean Croise  

د صور بادشاه حيرام د داؤد همېشه ملګرے وو او چې کله هغه خبر شو چې سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه جوړ شوے دے نو هغۀ له يې سفيران ورولېږل.


هغۀ ورته وفرمائيل، ”نه، هغه فوجيان مۀ وژنه. کۀ هغوئ په جنګ کښې هم نيولے شوى وے نو هغوئ به دې نۀ وژلے. هغوئ ته روټۍ او اوبۀ کېږده، چې خوراک څښاک وکړى نو واپس دې خپل نېک له لاړ شى.“


زۀ صُلح خوښوونکے او امن پسند يم، خو چې کله زۀ د صُلحې خبرې کوم هغوئ جنګ غواړى.


خو د خپل مُلک خلقو ورسره کينه کوله او په هغۀ پسې يې يوه جرګه ولېږله چې، مونږ دا سړے خپل بادشاه کېدل نۀ غواړو.


کله چې تاسو په يو ښار باندې حمله کوئ، نو وړومبے هغه خلقو ته د تسليمېدو موقع ورکړئ.


خو کۀ د هغه ښار خلق تسليم نۀ شى او جنګ خوښ کړى، نو د خپل لښکر سره يې محاصره کړئ.


خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى.


خو هم په هغه وخت هغۀ د هغوئ نه غلامان جوړ کړل چې لرګى ماتوى او د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه او بنى اِسرائيلو دپاره اوبۀ راوړى. او تر نن ورځې پورې هغوئ په هغه ځائ کښې هم دا کار کوى چې مالِک خُدائ د خپل عبادت دپاره غوره کړے دے.


هغوئ يشوَع ته ووئيل، ”مونږ ستاسو خِدمتګار يُو.“ يشوَع د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو څوک يئ؟ او د کوم ځائ نه راغلى يئ؟“


بيا هغوئ يشوَع ته دا قيصه بيان کړه، ”صاحِبه، مونږ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حقله اورېدلى دى او مونږ د هغه هر څۀ نه خبر شوى يُو چې هغۀ په مِصر کښې کړى دى نو مونږ ځکه د ډېر لرى مُلک نه راغلو.


کله چې بنى اِسرائيليان طاقتور شول، نو هغوئ کنعانيان دې ته مجبور کړل چې د هغوئ دپاره کار کوى، خو بيا يې هم هغوئ ټول ونۀ شړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan