10 کله چې تاسو په يو ښار باندې حمله کوئ، نو وړومبے هغه خلقو ته د تسليمېدو موقع ورکړئ.
زۀ به د هغوئ په ژبه باندې د حمد و ثناء الفاظ راولم. کۀ څوک لرې وى او کۀ نزدې وى، نو زۀ به هغه ټولو ته امن پېش کوم، او زۀ به ورله شفا ورکوم.
زۀ به د اِفرائيم نه جنګى ګاډۍ بوځم او جنګى آسونه به د يروشلم نه بوځم، او جنګى ليندې به ماتې کړے شى. هغه به قومونو ته د امن اعلان وکړى. د هغۀ بادشاهى به د يو سمندر نه بل سمندر پورې لويه شى او د فرات سيند نه به تر د دُنيا آخرى حدودو پورې وى.
تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے.
دا ټول هر څۀ د خُدائ پاک له طرفه دى، چا چې د مسيح په وسيله مونږ سره روغه وکړه او هغۀ مونږ ته د صُلح کولو خِدمت وسپارلو.
هغۀ دا د صُلحې زيرے تاسو غېريهوديانو ته څوک چې لرى وئ او يهوديانو ته چې نزدې وُو واورولو.
بيا ما د قديمات د بيابان نه د حسبون بادشاه سيحون ته د صُلحې د پېشکش دپاره پېغام وړُونکى ورولېږل چې وئيل چې
کۀ هغوئ دروازې کولاو کړى او تسليم شى، نو هغوئ به ټول ستاسو غلامان وى او ستاسو دپاره به بېګار کوى.
کله چې آفسران د لښکر سره خپلې خبرې خلاصې کړى، نو د هرې قبيلې دپاره به مشران خوښ کړے شى.
بيا اِفتاح د عمون بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”تۀ زمونږ سره څۀ لانجه لرې؟ تا زمونږ په مُلک باندې ولې حمله کړې ده؟“
بيا ټولې غونډې بنيامينيانو ته دا خبر ولېږلو کوم چې د رِمون ګټ سره وُو او د روغې دپاره جرګه يې ورولېږله.