Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 20:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له ځئ او تاسو وګورئ چې د هغوئ جنګى ګاډۍ، آسونه او لښکر ستاسو نه زيات وى، نو د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو مل وى، چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 20:1
45 Iomraidhean Croise  

دلته اوسېږه او زۀ به ستا مل شم او برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا او ستا اولاد له درکوم. ما چې کومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پوره کړم.


آسا د هغۀ سره د جنګ دپاره لاړو او د مريسه سره نزدې د صفاته په مېدان کښې يې دواړو طرفونو ته د جنګ دپاره صفونه جوړ کړل.


آسا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، تۀ د تکړه لښکر په شان د يو کمزورى لښکر هم په آسانۍ سره مدد کولے شې. اے مالِکه خُدايه زمونږ خُدايه پاکه، اوس زمونږ مدد وکړه، ځکه چې مونږ په تا اعتماد کوُو او ستا په نوم د دې لوئ لښکر سره د جنګ دپاره راغلى يُو. مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ خُدائ پاک يې، هيڅ څوک دا اُميد نۀ شى لرلے چې تا له شکست درکړى.“


تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بې‌مددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“


يحزى‌ايل ووئيل، ”د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو او يهوسفط بادشاه ما ته غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائى چې تاسو بېخى د دې لوئ لښکر سره په مخامخ کېدو کښې مۀ يرېږئ او مۀ بې‌حوصلې کېږئ. ځکه چې دا جنګ ستاسو نۀ بلکې د خُدائ پاک دے.


مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.


څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو، خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.


کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.


ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.


ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،


راشئ او د مالِک خُدائ کارونه وګورئ، هغه تباهى چې کومه هغۀ په دُنيا باندې راوستلې ده وګورئ.


”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.


کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى.


يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.


کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.


ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانو‌ايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.


مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”داسې وخت راروان دے چې خلق به داسې قسم نۀ خورى چې، د ژوندى خُدائ پاک په نوم مې دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل.


هغوئ به يو ځائ لکه د طاقتورو خلقو په شان په جنګ کښې دشمنان د کوڅې په خټو کښې د پښو لاندې کړى. ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ سره دے، هغوئ به جنګ وکړى او د آسونو سوارۀ به لاندې راوغورزوى.


کله چې ستاسو په مُلک کښې جنګ وى او دشمن په تاسو باندې حمله کوى، نو په لنډ آواز به د خطرې بيګل وغږوئ. زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، به ستاسو مدد وکړم او ستاسو د دشمنانو نه به مو بچ کړم.


زۀ د بنى اِسرائيلو په راتلونکى وخت پوهېږم په هغوئ به څۀ بدبختى يا مصيبت نۀ راځى. مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک د هغوئ مل دے، هغوئ اِعلان کوى چې هغه يې بادشاه دے.


نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟


خو ما درته ووئيل چې د هغه خلقو نه مۀ يرېږئ.


ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک څنګه تاسو له په هر کار کښې برکت درکړے دے. کله چې تاسو په دې لوئ بيابان کښې سرګردانه ګرځېدئ نو هغۀ ستاسو خيال ساتلے دے. هغه په دې څلوېښتو کالو کښې ستاسو مل وو او په تاسو باندې د يو څيز کمے هم نۀ دے راغلے.


د هغې نه مخکښې چې تاسو جنګ شروع کړئ، يو اِمام دې وړاندې راشى او لښکر ته دې ووائى،


اے بنى اِسرائيلو. واورئ، نن تاسو جنګ له روان يئ. مۀ بې‌زړۀ کېږئ، مۀ يرېږئ، مۀ بې‌حوصلې کېږئ او نۀ چې وارخطا شئ.


تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“


مالِک خُدائ به په خپله ستاسو لارښودنه کوى او هغه به تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى، نو يرېږئ مه او حوصله مۀ بائيلئ.“


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو هغه مُلک ته وردننه کړى چې د کوم قبضه کولو له ورروان يئ او هغه به د دې نه ډېر قومونه وشړى. کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ، نو هغه به اووۀ قومونه وشړى کوم چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. هغوئ حِتيان، جرجاسيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان دى.


د هغوئ نه مۀ يرېږئ، هغه څۀ راپه ياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په فِرعون او په ټول مِصر وکړل.


نو د دې خلقو نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، خُدائ پاک لوئ او يروونکے دے.


خو تاسو به په خپله وګورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به د بل شوى اور په شان ستاسو نه مخکښې روان وى. چې مخ په وړاندې ځئ نو خُدائ پاک به هغوئ له شکست ورکړى، هغوئ به وشړئ او زر به يې تباه کړئ، هم هغه شان چې څنګه هغۀ وعده کړې ده.


يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.


دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بې‌حوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“


يشوَع د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو يعنې هغۀ د هغوئ آسونه شل ګوډ کړل او جنګى ګاډۍ يې ورله وسوزولې.


د مالِک خُدائ فرښته هلته هغۀ ته راڅرګنده شوه او ورته يې وفرمائيل، ”اے تکړه او طاقتور سړيه. مالِک خُدائ ستا مل دے.“


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”خو زۀ به ستا مل يم او تۀ به ميديانيان داسې ووهې لکه چې هغوئ صِرف يو کس وى.“


داؤد ساؤل ته وفرمائيل، ”هيڅ څوک هم دې د هغه فلستى په وجه زړۀ نۀ غورزوى، ستا خِدمت کوونکے به لاړ شى او د دې فلستى سره به جنګ وکړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan