9 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د موآب خلقو له تکليف مۀ ورکوئ، چې د لوط اولاد دے او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ. ما هغوئ له د عار ښار ورکړے دے او زۀ به تاسو له د هغوئ د زمکې نه لږه هم نۀ درکوم.“
اوس د عمون، موآب او ادوم خلقو په مونږ باندې حمله کړې ده. کله چې زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راووتل، نو تا هغوئ له اجازت ورنۀ کړو چې دې مُلکونو ته ورننه وځى، نو زمونږ پلار نيکۀ د دې نه په بله لار لاړل او دا يې تباه نۀ کړل.
تر دې چې اسوريان ورسره هم يو ځائ شوى دى، او خپل طاقت يې د لوط اولاد سره رايوځائ کړے دے.
دا پېغام د موآب په حقله دے. په يوه شپه د موآب ښار عار تباه شوے دے. په يوه شپه د موآب ښار قير تباه شوے دے.
د واديانو ژور ځايونه چې د عار ښار پورې خوارۀ دى او چې د موآب د حد پولې ته رسيږى.“
يوه ورځ د دې ښار حسبون نه د سيحون لښکر د اور په شان لاړو، هغوئ په موآب کښې د عار ښار وران کړو او د پاسنى ارنون غرونه يې دړې وړې کړل.
موآبيانو د ميديانيانو مشرانو ته ووئيل، ”زر به دا لښکر زمونږ ګېرچاپېره هر څۀ تباه کړى، لکه چې يو آزاد غوَيے په ګياه ورګډ شى.“ نو بلق بادشاه
او چې د اُردن سيند نه هغه زمکې ته پورې وځو کومه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له راکوى. د عِيسو اولاد په ادوم کښې اوسيږى او موآبيان چې په عار کښې اوسيږى، هغوئ مونږ له اجازت راکړو چې د هغوئ په علاقه کښې تېر شُو.
خو تاسو به هغوئ نۀ راپاروئ، ځکه چې زۀ تاسو له د هغوئ د مُلک يو قدم ځائ هم نۀ درکوم. ادوم ما د عِيسو اولاد له ورکړے دے.
چې داسې ورته ووائى، ”دا رښتيا نۀ دى چې بنى اِسرائيلو د موآب يا د عمون مُلک نيولے دے.
بيا هغوئ د ادوم بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې اجازت ترې نه وغواړى چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. خو د ادوم بادشاه هغوئ نۀ پرېښودل. هغوئ د موآب بادشاه ته هم ووئيل، خو هغۀ هم پرې نۀ ښودل چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. نو بنى اِسرائيليان په قادِس کښې ايسار شول.
بيا هغوئ په صحرا کښې روان وُو، د ادوم او د موآب مُلک نه تاوېدل تر دې پورې چې د موآب نمرخاتۀ طرف ته راغلل چې د ارنون سيند بل طرف ته وو. هغوئ هلته خېمې ولګولې، خو هغوئ د ارنون نه پورې نۀ وتل ځکه چې دا د موآب د حد پوله وه.