8 نو مونږ روان وُو او هغه لار مو پرېښوده کومه چې د ايلات او عصيونجابر ښارونو نه د مالګې درياب ته تلې وه او مونږ د موآب صحرا په طرف تاو شُو.
مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل، ”ستا په خېټه کښې دوه قومونه دى، ستا نه دوه پېدا کېدونکى قومونه به د يو بل خِلاف وى. يو به د بل نه طاقتور وى، مشر به د کشر خِدمت کوى.“
سليمان بادشاه په عصيونجابر کښې ډېر سمندرى جهازُونه هم جوړ کړل، عصيونجابر د ادوم په علاقه کښې د بحرِقُلزم په غاړه دے او ايلات ته نزدې دے.
عُزياه د خپل پلار د مرګ نه پس ايلات بيا فتح کړو او دوباره يې جوړ کړو.
هم په هغه وخت، د ادوم بادشاه د ايلات ښار بيا ونيولو او د يهوداه اوسېدونکى يې د هغې ځائ نه وشړل. ادوميان په ايلات کښې دېره شول او تر اوسه پورې هلته اوسيږى.
بنى اِسرائيليان د حُور غرۀ نه د بحرِقُلزم په لار روان شول چې د ادوم نه ګېرچاپېره مزل وکړى. خو په لاره کښې خلق ډېر بېصبره شول
په دې کِتاب کښې هغه خبرې دى کومې چې موسىٰ ټولو بنى اِسرائيلو ته وکړې کله چې هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته په صحرا کښې وُو. هغوئ سوف ته نزدې د اُردن په مېدان کښې وُو، دا د هغې ښارونو په مينځ کښې دے چې د فاران ښار يې يو طرف ته دے او د طوفل، لابن، حصيروت، او د ديذهب ښارونه يې په بل طرف دى.
بيا هغوئ په صحرا کښې روان وُو، د ادوم او د موآب مُلک نه تاوېدل تر دې پورې چې د موآب نمرخاتۀ طرف ته راغلل چې د ارنون سيند بل طرف ته وو. هغوئ هلته خېمې ولګولې، خو هغوئ د ارنون نه پورې نۀ وتل ځکه چې دا د موآب د حد پوله وه.