4 هغۀ ما ته وفرمائيل چې دوئ ته دا اصُول وښايه، تاسو به د غرونو مُلک ادوم نه تېر شئ، چې هغه ستاسو د لرې خپلوانو د عِيسو علاقه ده. هغوئ به ستاسو نه ويريږى،
مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل، ”ستا په خېټه کښې دوه قومونه دى، ستا نه دوه پېدا کېدونکى قومونه به د يو بل خِلاف وى. يو به د بل نه طاقتور وى، مشر به د کشر خِدمت کوى.“
نو عِيسو د غرونو مُلک ادوم کښې اوسېدو.
د ادوم مشران ويرېدل، د موآب مشران په لړزان آخته شول، د کنعان ټولو اوسېدونکو خپله حوصله بائيلله.
سخته يره او هيبت په هغوئ باندې پرېوتو، هغوئ ستا د لاس طاقت وليدو او هغوئ د تيږې په شان غلى شول، تر دې پورې مالِکه خُدايه، چې ستا قوم تېر شولو، چې هغه خلق تېر شول کوم چې تا بچ کول.
او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.
بيا هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”خبردار شئ. د هر قِسم حرص نه ځان ساتئ ځکه چې د بنى آدم ژوند په ډېر مال دولت پورې تړلے نۀ دے.“
نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ. د کم عقلو په شان ژوند مۀ تېروئ، بلکې د هوښيارانو په شان ژوند تېروئ.
تاسو ډېره موده په دې غرونو کښې په ګرځېدو تېره کړې ده نو د شمال طرف ته لاړ شئ.
ادوميانو ته سپک مۀ ګورئ، هغوئ ستاسو خپلوان دى. او مِصريانو ته هم سپک مۀ ګورئ، په يو وخت کښې تاسو د هغوئ په مُلک کښې اوسېدئ.
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
د بېايمانانو سره د هوښيارتيا سلوک کوئ او د هرې موقعې نه فائده اخلئ.