35 مونږ څاروى بوتلل او ښارونه مو لوټ کړل.
مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے.
خو هغه ښځې، ماشومان، څاروى او چې په ښار کښې نور هر څۀ وى هغه د ځان دپاره اخستے شئ. تاسو د خپلو دشمنانو هر څيز استعمالولے شئ. مالِک خُدائ دا تاسو له درکړى دى.
مونږ ټول څاروى بوتلل او ښارونه مو لوټ کړل.
تاسو به عى او د هغې د بادشاه سره هغه څۀ کوئ کوم چې تاسو د يريحو او د هغې بادشاه سره کړى وُو. خو دا ځل تاسو د هغوئ لوټ شوے مال او ځناور په خپل استعمال کښې راوستلے شئ. د ښار شا ته د هغوئ خِلاف حملې کولو دپاره په پټ ځائ کښې کښېنئ.“
لکه څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته فرمائيلى وُو بنى اِسرائيلو په ښار کښې مال او څاروى د خپلو ځانونو دپاره قبضه کړل.