33 خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه مونږ له په لاس کښې راکړو، مونږ هغه، د هغۀ زامن او د هغۀ ټول سړى ووژل.
ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالىٰ وى چې ستا دشمنان يې ستا د پښو لاندې کړل.“ نو ابرام مَلِکصِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه.
سيحون د اموريانو بادشاه يې مړ کړلو، د هغۀ مينه ابدى ده.
زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.
خو بنى اِسرائيلو په جنګ کښې ډېر دشمنان ووژل او د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند پورې زمکه يې ترې نه ونيوله، خو د يبوق نه وروستو د عمونيانو د علاقې د حد پوله ډېره مضبوطه وه.
سيحون د خپلو ټولو سړو سره د يهض ښار سره نزدې زمونږ سره د جنګ دپاره راووتلو.
خو کله چې تاسو د هغه مُلک ښارونه قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو هر يو کس ووژنئ.
کۀ څۀ هم چې تاسو سره د خوراک دپاره نه روټۍ او نه د څښلو دپاره درسره مے او شراب وُو، خو مالِک خُدائ ستاسو د ضرورت پوره کولو دپاره تاسو له خوراک درکړو چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغه ستاسو خُدائ پاک دے.
کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.
مالِک خُدائ هغوئ له هم هغه شان د هر طرف نه امن ورکړے وو، لکه څنګه چې هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے وو. د هغوئ يو دشمن هم د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له په ټولو دشمنانو باندې فتح ورکړې وه.
او د يهوداه قبيله په شريکه جنګ له لاړل. مالِک خُدائ هغوئ له په کنعانيانو او فرزيانو فتح ورکړه او هغوئ د بزق په ښار کښې لسو زرو سړو له شکست ورکړو.
مالِک خُدائ جدعون ته وفرمائيل، ”تا سره چې کوم سړى دى دا زما دپاره ډېر زيات دى چې هغوئ له په ميديانيانو باندې فتح ورکړم. کېدے شى چې هغوئ دا سوچ وکړى چې هغوئ د خپل طاقت سره دا ګټه موندلې ده، نو مغروره به شى.