21 هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو. هغوئ ډېر زيات وُو او هغوئ يو طاقتور نسل وو. خو مالِک خُدائ هغوئ تباه کړل، نو عمونيانو د هغوئ په مُلک قبضه وکړه او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل.
مونږ هلته ولې لاړ شُو؟ مونږ يريږو. کوم سړى چې مونږ هلته لېږلى وُو هغوئ مونږ ته ووئيل چې د هغه ځائ خلق زمونږ نه تکړه او لوړ لوړ دى او هغوئ په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. هغوئ هلته دېوان هم وليدل.
دا علاقه د رفائيانو د مُلک په نوم هم مشهور ده، دا د هغه خلقو نوم دے چې هلته اوسېدل، عمونيانو هغوئ د زمزميانو په نوم يادول.
مالِک خُدائ د ادوميانو دپاره هم دغه شان وکړل، چې د عِيسو اولاد وو او د غرونو په مُلک ادوم کښې اوسېدل. هغۀ حوريان تباه کړل، نو ادوميانو د هغوئ په زمکه قبضه وکړه او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، چرته چې تر اوسه پورې هغوئ اوسيږى.
عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.
چې تاسو له څۀ هم ستاسو معبود کموس درکړى دى نو هغه به ستاسو سره وى. خو چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک مونږ له څۀ هم راکړى دى هغه به زمونږ سره وى.