19 بيا به تاسو د عمونيانو مُلک ته نزدې شئ، کوم چې د لوط اولاد دے. هغوئ له تکليف مۀ ورکوئ او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ، ځکه چې ما کومه زمکه هغوئ له ورکړې ده د هغې زمکې نه لږه هم تاسو له نۀ درکوم.“
اوس د عمون، موآب او ادوم خلقو په مونږ باندې حمله کړې ده. کله چې زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راووتل، نو تا هغوئ له اجازت ورنۀ کړو چې دې مُلکونو ته ورننه وځى، نو زمونږ پلار نيکۀ د دې نه په بله لار لاړل او دا يې تباه نۀ کړل.
دا پېغام د موآب په حقله دے. په يوه شپه د موآب ښار عار تباه شوے دے. په يوه شپه د موآب ښار قير تباه شوے دے.
خو نۀ مونږ د عمونيانو علاقې ته لاړُو، نۀ د يبوق سيند غاړې ته، نۀ د غرونو مُلک ښارونو ته او نۀ بل نزدې يو ځائ ته لاړُو چرته چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د تلو نه منع کړى وُو.
خو تاسو به هغوئ نۀ راپاروئ، ځکه چې زۀ تاسو له د هغوئ د مُلک يو قدم ځائ هم نۀ درکوم. ادوم ما د عِيسو اولاد له ورکړے دے.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د موآب خلقو له تکليف مۀ ورکوئ، چې د لوط اولاد دے او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ. ما هغوئ له د عار ښار ورکړے دے او زۀ به تاسو له د هغوئ د زمکې نه لږه هم نۀ درکوم.“
دا د عمون سرحد پورې لاړه او هغه ټول ښارونه په کښې شامل وُو په کومو باندې چې امورى بادشاه سيحون حکومت کړے وو، چې هغۀ په حسبون کښې بادشاهى کړې وه.