Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 2:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 نن به تاسو د عار په لاره د موآب علاقې نه تېرېږئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 2:18
7 Iomraidhean Croise  

دا پېغام د موآب په حقله دے. په يوه شپه د موآب ښار عار تباه شوے دے. په يوه شپه د موآب ښار قير تباه شوے دے.


هغوئ د هغه ځائ نه بيا لاړل او د ارنون د سيند نه پورىې غاړه يې خېمې ولګولې په هغه صحرا کښې چې د اموريانو د علاقې پورې خوره وه. ارنون د موآبيانو او اموريانو په مينځ کښې د حد پوله وه.


د واديانو ژور ځايونه چې د عار ښار پورې خوارۀ دى او چې د موآب د حد پولې ته رسيږى.“


خو سيحون بنى اِسرائيلو له اجازت نۀ ورکولو چې د هغۀ د علاقې نه تېر شى. هغۀ خپل ټول لښکر راجمع کړو او په صحرا کښې يهض ته ووتل او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه.


نو مالِک خُدائ مونږ ته وفرمائيل چې


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې د موآب خلقو له تکليف مۀ ورکوئ، چې د لوط اولاد دے او نۀ چې ورسره جنګ وکړئ. ما هغوئ له د عار ښار ورکړے دے او زۀ به تاسو له د هغوئ د زمکې نه لږه هم نۀ درکوم.“


بيا هغوئ په صحرا کښې روان وُو، د ادوم او د موآب مُلک نه تاوېدل تر دې پورې چې د موآب نمرخاتۀ طرف ته راغلل چې د ارنون سيند بل طرف ته وو. هغوئ هلته خېمې ولګولې، خو هغوئ د ارنون نه پورې نۀ وتل ځکه چې دا د موآب د حد پوله وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan