13 موسىٰ خپله خبره جارى وساتله او وې فرمائيل، ”بيا مونږ د زرد سيند نه پورې وتلو لکه څنګه چې مالِک خُدائ مونږ ته فرمائيلى وُو.
هغوئ د اسکال وادۍ ته راغلل او هلته هغوئ يوه څانګه راماته کړه چې د انګورو يوه غنچه ورباندې وه او دومره درنه وه چې دا دوو سړو په يو ډانګ باندې يو خوا بل خوا راځوړنده کړه او يو يې وړله. هغوئ څۀ انار او اينځر هم يوړل.
بيا هغوئ د زرد په وادۍ کښې خېمې ولګولې.
هغوئ د هغه ځائ نه بيا لاړل او د ارنون د سيند نه پورىې غاړه يې خېمې ولګولې په هغه صحرا کښې چې د اموريانو د علاقې پورې خوره وه. ارنون د موآبيانو او اموريانو په مينځ کښې د حد پوله وه.
حوريان په ادوم کښې اوسېدل، خو د عِيسو اولاد هغوئ وشړل، د هغوئ قوم يې تباه کړو او د هغوئ په ځائ په خپله اوسېدل، لکه څنګه چې وروستو بنى اِسرائيلو خپل دشمنان د هغه مُلک نه وشړل کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے وو.
دا د هغې نه اتۀ دېرش کاله پس وُو چې مونږ د قادِس برنيع نه تلى وُو. د هغه نسل د جنګ ټول سړى مړۀ شوى وُو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو.