10 د دېوانو يو طاقتور نسل چې د ايميان په نوم يادېدو هغوئ د عار په ښار کښې اوسېدل. هغوئ د عناقيانو په شان لوړ لوړ وُو، کوم چې د دېوانو بل نسل وو.
يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو،
د دېوانو د نسل اشبىبنوب د زېړو يوه نېزه روانه کړې وه چې تقريباً درې نيم کلو وزن يې وو او يوه نوې تُوره هم ورسره وه، د هغۀ اراده دا وه چې داؤد ووژنى.
هغوئ اول د هغه مُلک جنوبى برخې ته ننوتل او حبرون ته راغلل، چرته چې د اخيمان، سيسى او تلمى قبيلې اوسېدلې چې هغوئ عناقيان وُو او د دېوانو د نسل اولاد وو. حبرون د مِصرى ښار ضُعن نه اووۀ کاله مخکښې آباد کړے شوے وو.
مونږ هلته ولې لاړ شُو؟ مونږ يريږو. کوم سړى چې مونږ هلته لېږلى وُو هغوئ مونږ ته ووئيل چې د هغه ځائ خلق زمونږ نه تکړه او لوړ لوړ دى او هغوئ په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه يې آسمان ته رسيږى. هغوئ هلته دېوان هم وليدل.
د عناقيانو په شان هغوئ هم د رفائيانو په نوم مشهور وُو، خو موآبيانو هغوئ ته ايميان وئيل.