8 کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه پراخه کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ ته فرمائيلى دى او هغه ټول مُلک درکړى چې هغۀ يې وعده کړې ده،
هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.
د سليمان په بادشاهۍ کښې د فرات سيند نه واخله تر فلستيانو مُلک او د مِصر د حد پولې پورې ټول قومونه شامل وُو. هغوئ به هغۀ له محصُول ورکولو او چې ترڅو ژوندے وُو نو د هغۀ خِدمت يې کولو.
هلته طاقتورو بادشاهانو بادشاهى کړې ده او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په ټوله صُوبه يې حکومت کړے دے او جزيه، محصُول او پېسې يې راټولولې.
زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.
د هغې نه پس چې کله زۀ قومونه ستاسو د مخې نه لرې کړم او ستاسو علاقه زياته کړم، نو د دې درېو اخترونو په دوران کښې به د هيچا دا طمع پېدا نۀ شى چې ستاسو زمکه ونيسى.
کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه لويه کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده نو بيا چې کله هم تاسو غواړئ نو هلته غوښه خوړے شئ.
نو ځکه زۀ حُکم درکوم چې درې ښارونه بېل کړئ.